د داوطلبی بلنې خبرتیا (د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو پروسه)

kalim_admin
د داوطلبی بلنې خبر تیا (د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو پروسه)

Publish Date

Closing Date

 

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو په پروسه کې، چې د MOPW/1404/NC-66/NCB   تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: 1404/08/06 ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: هغه کسان چې د داوطلبۍ او مزایده په پروسه کې ګډون کوي، مکلف دي چې درې میاشتې کرایه چې د داوطلب له لوري په آفر کې درج او وړاندې کېږي، تضمین کړي.

د آفر پرانيستلو نېټه : 1404/08/06  - ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت.

يادونه: که چيرې د روان کال 1404/08/06نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۰:۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (30) قلمه خوراکي موادو د تدارک او چمتوکولو پروژه

په همدې وسیله  ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (30)  قلمه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ننګرهار ولایت د حلقوي سړک د فرش او مصنوعي ساختمانونو د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ننګرهار ولایت د حلقوي سړک د فرش او مصنوعي ساختمانونو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - له PRT څخه تر پیرکوټي پورې د مرکز شرنې - اورګون مسیر د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو له PRT څخه تر پیرکوټي پورې د مرکز شرنې - اورګون مسیر د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د . . .

Back to tenders