د داوطلبۍ اعلان

ashraf_admin
د داوطلبۍ اعلان

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ اعلان
د ټولګټو وزارت له ټولو داوطلبانو/ لیوال پانګوالو څخه، چې مالي وړتیا، ماشینري، تجهیزات، تخنیکي او فني پرسونل، ظرفیت، وړتیا، تخنکي، فني او مسلکي مهارتونه ولري او دغه راز په شرطپاڼه کې اړوند یاد شوي شرایط بشپړولی شي، بلنه ورکول کیږي، چې د کابل - کندهار پر لویه لار تر یو لاټ لاندې د( نیازي رباط پل، شاجوی پل، او د غشي رباط دویم پل) ویجاړو پلونو د پروژي په داوطلبۍ کې ګډون
وکړي او خپل تړل شوي افر او غوښتنلیکونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو سره سم، د دغه اعلان له خپرېدو څخه ورسته تر ورستۍ نیټې پورې ټولګټو وزارت ته وسپاري.

د ساحې لیدل، د ذکر شوې لویې لارې د (کابل ۔ کندهار) د سړک د ترمیم اړوند ارقام او احجامو تحلیل او همدارنګه د تجهیزاتو، ظرفیت، مهارت او تخنیکي او مالي وړتیا او په شرطپاڼه کې یاد شویو شرایطو بشپړول حتمي او اړین دي. 

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: شرطپاڼه د فلش/ میموري په واسطه د ټولګټو وزارت څخه، چې د څرخي پله پر سړک، د ملي دفاع وزارت تعلیمي مرکز ته څېرمه موقعیت لري، تر لاسه کولای شئ او آفرونه د حمل 16 مه، 1402 ه ش کال، د سهار په 10:00 بجې دغه وزارت ته تسلیم کړﺉ،
انټرنټي او بې وخته آفرونه د منلو وړ نه دي. 
د افرونو د پرانیستلو وخت: د حمل 16 مه /1402 ه ش نېټه د چهار شنبه ورځ، سهار 10:00 بجې د تدا رکاتو ریاست د غونډ وتالار. 

یادونه: که چېرې د ١٤٠٢ ه ش کال د حمل په 16مه نېټه د اسلامي امارت له لوري عمومي رخصتي اعلان شي؛ نو د آفرونو پرانست غونډه به یوه ورځ وروسته په یاد شوي ساعت او ځای کې ترسره شي.

...

۱ اونی 6 ورځې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۳۶
Background image

د قرار داد بیا ځلې د ورکړې خبرتیا- د کابل پروان ۱۶.۸ کیلومتره عمومي سړک (دواړو لینونو) بیارغونه له ۰+۰۰۰ څخه د صوفیان پله تر ۸+۴۰۰ کیلومترۍ پورې د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل پروان ۱۶.۸ کیلومتره عمومي سړک (دواړو لینونو) بیارغونه له ۰+۰۰۰ څخه د صوفیان پله تر ۸+۴۰۰ کیلومترۍ پورې بیا ځلې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵۱
Background image

د قرار داد بیاځلې د ورکړې خبرتیا-د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند ۱۳.۶۸ کیلومتره سړک رغونې د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند ۱۳.۶۸ کیلومتره سړک رغونې د بیاځلې داوطلبۍ پروسه کې ګدون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کندهار ـ ګرشک د ټولپلازا لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ (۱۲۱) قلمه توکو چمتو کولو او  تدارک  پروژې (باالمقطع قرارداد په اساس) د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د کندهار ـ ګرشک د ټولپلازا لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۱۲۱ قلمه توکو چمتو کولو او  تدارک  پروژې (باالمقطع . . .

Back to tenders