د داوطلبۍ د بلنې خبرتيا

media_admin
اعلان دعوت به داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت په ټولو شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار په لويه لار کې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اړونده د يوه محراب جومات د رغولو د پروژې په نرخ اخيستلو کې د واحدې سرچينې په توګه ګډون وکړي، ترڅو چې مطلوبه سرچينه وټاکل شي.
د بل احجامو او نورو تخنيکي اسنادو سافټ کاپي د ياد وزارت له  تدارکاتو آمريت څخه لاسته راوړي او خپل سرتړلي افرونه د خپرېدلو د نېټه نه تر د (30/04/1403) نېټې پورې (د ماسپېښين د ۱۰ بجو نه مخکې) د ټولګټو د وزارت د تدارکاتو رياست ته چې په ملالۍ واټ کې (د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک) د احصايې ملي ادارې ترڅنګه واقع دی؛ وسپاري. ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي؛ په هممهاله توګه په پورته ياد شوي ساعت او نېټه کې د نرخ اخيستنې غونډه هم د داوطلبانو او ادارې د استازو په شتون کې ترسره کېږي. له نرخ اخيستنې وروسته د غونډې څخه د لاندې شرايطو او ټيت‌ ترين نرخ په نظر کې نيولو سره د وزارت مقام د حکم پر اساس او د واحدې سرچېنې په توګه طي مراحل کېږي. 
لاندې شرايط په پلان کې د تطبيق وړ دي.
۱ حد‌ اقل د ودانيزو چارو معاملات د تدارکاتو قانونو او طرزالعمل له مخې مبلغ (43،500،000) افغانۍ وي. 
۲ يو ورته قراداد د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې چې ارزښت يې حد‌ اقل مبلغ د (29،000،000) افغانۍ او يا دوه ورته قراردادونه چې چې په ټوليزه توګه يې ارزښت حد اقل: مبلغ(41،500،000) افغانۍ وي. 
۳ مالي ځواک: مبلغ(6،000،000) افغانۍ. 
۴ د تضمين آفر مبلغ: د نرخ اخيستنې په لړ کې مبلغ( 1،100،000) افغانۍ) د تطبيق وړ ندي.

...

11 میاشتې ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۱۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند ولایت د مهاجر بازار تلې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه

په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ترڅو د هلمند ولایت د مهاجر بازار تلې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-009/NCB) تشخصیه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د نیمروز ولایت د دلارام د تلې د اسفالټ او جذبي څاه او د غرغري تلې د جذبي څاه پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د نیمروز ولایت د دلارام د تلې د اسفالټ او جذبي څاه او د غرغري تلې د جذبي څاه پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

عل . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د نائب‌آباد تمځای د ۱.۶۹۴ کیلومتره اوسپنې پټلۍ او دوو بابو هنګرونو جوړولوپروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د نائب‌آباد تمځای د ۱.۶۹۴ کیلومتره اوسپنې پټلۍ او دوو بابو هنګرونو جوړولوپروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌ . . .

Back to tenders