د سمنګان د ټولګټو رئيس خپل کاري راپور د ټولګټو له سرپرست وزير سره شريک کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۴۸
د سمنګان د ټولګټو رئيس خپل کاري راپور د ټولګټو له سرپرست وزير سره شريک کړ

د سمنګان ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي محمد رحمان محمدي په ياد ولایت کې تر کار لاندې پروژو په تړاو مفصل معلومات د ټولګټو له سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني سره شریک کړل او ددغه ولايت د نښلوونکو سړکونو د بیارغونې په اړه یې خبرې اترې وکړې. 
د سمنګان ولایت د ټولګټو ریس د ملاعلي پُل په رغنیزو چارو کې د سمیې اوسیدونکو او د ځینومسؤلینو لخوا رامنځ ته شوې ستونزې او خنډونه له وزیر صاحب سره شریک کړل. 
د ټولګټو سرپرست وزیر محترم  الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست کارونه وستایل او د شته ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. 
دغه راز د ټولګټو سرپرست وزیر د سمنګان د ټولګټو رئیس ته لارښونه وکړه، چې د اصولو او قوانینو پلې کولو ته باید جدي پاملرنه وکړي او د هوا له برابریدو سره سم د ملاعلي پُل پاتې چارې په چټکۍ سره بشپړې کړي. 
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې چې  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ١٢٢ میلیونه او ٣٩٨ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې تېره ورځ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او نوی رییس ورته معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم په اساس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح چې مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ. . .

BACK TO NEWS