د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک سیمې څخه پیلېږي او د همدې ولایت تر تناوچي سیمې پورې غځېدلی، چې د پروژې په اوږدو کې د ۶۷ پایو پلګوټو او د ۴۹۰ متره سړک ‌غاړې ارسي سي او د ۶۲۰۸ متره سټون پیچینګ ویالو د رغونې کار هم شامل دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د اروزګان ولایت او د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې حل شي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل - غزنی لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۳۴
Background image

د قیصار–لامان سړک د ٥٠ کیلومتره برخې د رغونې چارې پیل شوې

د قیصار–لامان سړک د یوې برخې چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د رغونې چارې تېره ورځ د ریاست‌الوزراء عالي مقام د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخند او یو شمېر ځايي مسؤلینو په شتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره. . .

BACK TO NEWS