د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا-د ارزګان ولایت د ۴۰ متره د سیوات پُل جوړولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي،چې د ارزګان ولایت د ۴۰ متره د سیوات پُل جوړولو پروژې قرارداد، چې تشخصیه شمېره یې MOPW/1405/W-10/NBC ده، د تدارکاتو د اصولو له مخې د مهترلام نیازي ساختماني شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (۵۲۰۶۸) اوآدرس یې د لغمان ولایت مرکز، مهترلام دی، د (۲۸٬۲۴۶٬۶۱۲) اته ویشت میلیونه، دوه سوه شپږ څلوېښت زره، شپږ سوه او دولس افغانۍ دي په ټولیزه بیه ورکړي.
هغه حقیقي او حقوقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل لیکلی اعتراض، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې آدرس یې ملالي واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده، او تر هغه چې پورته یاد شوی شرط بشپړ نه شي او ورپسې ټول قانوني اجراآت پای ته ونه رسېږي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.
