د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (3) قلمه غوښې د چمتو کولو او پېرلو پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژه– تهیه  و خریداری 3 قلم گوشت باب مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگ ها بابت سال مالی1405

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (3) قلمه غوښې د چمتو کولو او پېرلو پروژې قرارداد، چې د  MOPW/1405/G-36/NCB  تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د محترم امان ایوبي د سړک جوړونې، لوژستیکي او ساختماني خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (86571 ده او د  شرکت پته یې کابل ښار د کمپنی څلورلارې، په اتحاد سوداګریز مارکېټ کې موقعیت لري، د لاندې بیو له مخې، د قراردادونو د قانون له حکمونو سره سم په قرارداد ورکړي.

چې حد اقل قیمت یې (2459160  ) دوه میلیونه څلور سوه نهه پنځوس زره یو سل او شپېته افغانۍ دی، او حد اکثر قیمت یې (3278880 )درې میلیونه دوه سوه اته اویا زره اته سوه اتیا افغانۍ دی.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر 305+000 کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې د پروژې قرارداد، چې د MO . . .

Back to tenders