د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی:

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۱:۵۲
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی:

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپور په اساس د هیواد د لویو لارو وضعیت په لاندې ډول دی: د سالنګ لویه لار: په سالنګ کې د واورې پاکولو عملیات بشپړ شوې دي او له ۳۰ ساعته بندښت ورسته د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه چې اوس مهال له ټيلري یا باروړنکو موټرو پرته واړه موټر د ځنځیر (چاین) په تړلو او ترافیکي مقرارتو په رعایتولو سره په دې لار تګ راتګ کولی شي. سرپل: د بلخاب مسیر د ترافیکو پرمخ بند ده؛ خو د دې ولایت نورې لارې پرانیستې دي. بامیان: په دې ولایت کې د آبقول کرمان لار، د ترافیکو پرمخ بنده ده؛ خو نورې لارې پرانیستې دي. میدان وردګ: په دې ولایت کې آسمان صاف ده، د ملا یعقوب له کوتل پرته چې د ترافیکو پرمخ بند دی، نورې لارې پرانیستې دي. غور: په ولایت کې د بند بایان مسیر بند دی خو نورې لارې پرانیستې دي، هڅې روانې دې چې د بند بایان مسیر هم پرانیستل شي. بادغیس: په دې ولایت کې بیا د سبزک کوتل د ترافیکو پرمخ بند ده چې د پرانیستلو کار یې روان دی. فراه: په دې ولایت کې هوا لمر ده، د ابو نصر فراهي لار د ترافیکو پرمخ بنده ده، نورې لارې یې پرانیستې دي. بغلان: د دې ولایت د جلګې، خوست فرنګ، د فرنګ او ګذرګاه نور او همدارنګه د خوست – دیه سلام لارې د ترافیکو پرمخ بندې دي خو نورې لارې بیا پرانیستې دي. دایکندي: له قناق کوتل څخه تر جوز پورې، له بند برلان بازار څخه تر شینیه ښوونځي پورې، د تمزان کوتل تر غروج کلي پورې، له دهن ګرګي څخه تر دهن پیشوک پورې غځېدلي لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي، خو د دې ولایت نورې لارې د واورې د ډير اورښت له امله تر دې مهاله بندې دي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

BACK TO NEWS