د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنگوالی

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۹ - ۱۲:۲۵
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنگوالی

د ټولگټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپور پر بنسټ د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنگوالی په دې ډول دی. غور: په دې ولایت کې هوا وریځ ده، د لعل او سرجنگل ولسوالۍ اړوند د سبزه وار تلخک مسیر د واورې د ډیر اورښت له کبله بند شوی دی، چې د قراردي شرکت له لوري یې د پرانېستلو کار په چټکۍ سره دوام لري، دې ولایت نورې لارې بیا د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي. دایکندي: په دې ولایت کې هوا لمریزه ده، خو د پاتو ولسوالۍ تر بیري کلي پورې لار د واورې د ډیر اورښت له کبله بنده ده، چې د قراردادي شرکت له لوري یې د پاکولو کار په تیزي سره دوام لري؛ د دې ولایت نورې ټولې غځیدلې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي. خوست: په دې ولایت کې هوا پاک او لمریزه ده، یواځې د قلندر او موسی خیلو ولسوالیو لارې د واورې د تېز اورښت له کبله بندې دي، چې د پرانیستلو په موخه یې د واورې پاکولو ټیم خپلې هڅې پیل کړې دي. د سالنګ لویه لار: په سالنګ کې د واورې نرم اورښت دوام لري، د سالنګ په لوړو برخو کې له نن سهار راهیسې باد دوام لري، ټیلري یا بار وړونکي موټر یواځې له شمال څخه د جنوب په لور او نور واړه موټر د ځنځیر ( چاین ) په تړلو سره له دواړو لورو تګ راتګ کولی شي. همدارنگه د هیواد په نورو ولایتونو کې اورښت نشته او ټولې غځیدلې لارې یې د ترافیکو د تگ راتگ پرمخ پرانیستې دي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

BACK TO NEWS