د ټولپلازاوو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

media_admin
د ټولپلازاوو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

ټول هيوادوال په جريان کې دي، چې د ا.ا.ا د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه الله) د (206) او (1930) ګڼو حکمونو پر بنسټ د کابل –غزني، کابل – جلال آباد، سالنګونو او یو شمیر نورو لویو لارو په اوږدو کې د ټولګټو وزارت لخوا د سړکونو د رغونې په موخه ټولپلازاوې فعاله شوې دي. 
په همدې اساس ټولګټو وزارت؛ د ملي دفاع له محترم وزارت، د کورنیو چارو له محترم وزارت، د استخباراتو له محترم لوی ریاست او د نورو اړونده نظامي ارګانونو له مسؤلینو او ټولو مجاهدينو څخه په ډیر درنښت هیله کوي، چې که څه هم د فعاله ټولپلازاوو په مسيرونو کې له دولتي پلیټ لرونکو وسایطو څخه د تګ راتګ پرمهال پیسې نه اخیستل کیږي، خو هغه وسایط چې شخصي پلیټ ولري او نظامي کسان ورڅخه ګټه اخلي؛ بايد پر یادو لویو لارو د تګ راتګ پرمهال د ټولپلازا تعیین شوی محصول اړوند مسؤلینو ته ورکړي. 
ټولګټو وزارت له ټولو محترمو مجاهدینو څخه په ډير درنښت هیله کوي، چې د ټولګټو وزارت د ټولپلازا برخې له کارکوونکو سره همکاري وکړي او د ټولپلازا لرونکو لويو لارو څخه د عبور پرمهال هغوی ته ستونزې رامنځ ته نه کړي.
درانه هيوادوالو بايد ډاډه اوسي، چې له ټولپلازاوو څخه راټول شوي عواید په یو مشخص بانکي اکونټ کې راټولیږي او بيرته د همدې لویو لارو او سړکونو په رغونه مصرف کيږي

...

۱ کال 7 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۵۵
Background image

د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ دلنډ وخت لپاره تړل شوې دي

سالنګونو: د سالنګونو لویه لار نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د واورې تيز اورښت، طوفان او د لیدو ساحې د محدوديت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، خو د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د درنو موټرچلونکو د پام وړ!

ټولګټو وزارت روان کال د سالنګونو لویېلارې د پلان شویو برخو کار نوی بشپړ کړی دی، په همدې اساس یاد وزارت د وسایطو له ټولو موټر چلوونکو څخه په درنښت هیله کوي چې لاندي دوه ټکو ته دې په . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۰:۷
Background image

د قرارداد د ورکړی تصمیم خبرتیا-د جوزجان – بلخ د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، د جوزجان – بلخ د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه په قرارداد ورکړي، چې(MOPW/1403/W-041/NCB) تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو . . .

Back to announcements