د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د پروژو د لیدني په موخه لغمان ولایت ته سفر وکړ
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني چې د وزارت یو شمیر مرکزي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ لغمان ولایت ته د پروژو لیدنو په موخه سفر وکړ.
د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزیر په یاد سفر کې د کابل دروازې په درې کیلومترۍ سیمه کې د تیرو اورښتونو له امله د غرښویدلو له ساحې، په یاده لویه لار د نصب شوې استحکامي پلونو او د کابل - جلال آباد لویې لارې د ترمیماتي برخو او استنادی دیوالونو څخه چې تیر کال قرار داد شوې وو لیدنه وکړه .
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خپل سفر په جریان کې د لغمان ولایت د ټولګټو ریاست له رئیس او کارکوونکو سره د لیدلو ورسته د (ده زیارت) پل او علیشنګ - دولت شاه سړک څخه هم لیدنه وکړه او د یاد ریاست کارکوونکو ته یې لارښونه وکړه ترڅو د پروژو د تطبیق په موخه لازم ګامونه واخلي، او د هېواد والو د لا آسانتياوو په موخه دې يادې پروژې په ټاکلي وخت پيل، په غوره کيفيت او چټکۍ سره بشپړې کړي.
همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په یاد سفر کې د کابل ولایت سروبي – بګرامیو سړک ( لته بند مسیر) چې یوه برخه یې پخوا رغول شوې وه هم لیدنه وکړه .
د یادونې وړ ده چې په ياد سفر کې د تولگټو وزارت تخنیکي پلاوي د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم انجنیر فضل الباری بلوڅ او مالي او حسابي رئیس محترم عبدالعلیم خورشید د یاد ولایت د ټولګټو رياست له بشري سرچینو، مالي او تخنیکي څانگو څخه لیدنه او ارزونه وکړه او د یادو برخو کار کوونکو ته يې د کار د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.