د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري
د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې ده، اوس مهال یې چارې په بېلابېلو برخو کې په منظم ډول روانې دي.
دغه سړک د خواجه بهاالدین ولسوالۍ له سیمې څخه پیلېږي او تر ینګي قلعه ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې د تخار ولایت له مهمو نښلوونکو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د ماورای کوکچه ولسوالۍ له یو بل سره نښلوي.
د دې سړک په اوږدو کې د ۵۶ پلچکونو او ۵.۳ کیلومټره د سړک غاړې کانکریټي ویالو جوړول هم شامل دي. تر اوسه د ۴۲ پلچکونو او ۳.۸ کیلومتره ویالو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د پاتې برخو کارونه هم په چټکۍ سره جریان لري.
د دغه سړک د چارو په بشپړېدو سره به د د تخار ولایت مرکز ته د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې شي او همدارنګه به د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو د لېږد بهیر اسانه شي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د سړکونو په برخه کې د پراختیايي پروژو په پلي کولو سره هېوادوالو ته د اسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.
