د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت د  پوهنتون سړک او د بابوس سړک له رغنیزو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

د ا.ا.ا د ټولګتو وزارت محترم وزیر د یاد ولایت ټولګټو رئیس ته هدایت ورکړ تر څو  په یاد ولایت کې د پلې کېدونکو پروژو څخه دوامداره نظارت ترسره کړي، تر څو په ټاکلې وخت او ښه کیفیت سره بشپړې شي.

دیادو سړکونو په رغونې سره به د ځایي خلکو ستونزې تر ډېره بریده کمې شي او د تګ راتګ په برخه کې به پراخې آسانتیاوې رامنځته شي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS