د ټولگټو وزارت مالي او اداري معین معرفي شو

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۴:۴۶
د ټولگټو وزارت مالي او اداري معین معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، د ۱۴۴۴/۲/۱۳نیټې د ۱۲۷ گڼه حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم محمد یونس آغا، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې مرستیال محترم مولوي عبد السلام حقاني، دټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم عبد الکریم فاتح، دساتنې او څارنې معین الحاج معاون ملا عبدالجبار، یو شمیر رئيسانو او کارکوونکو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی عبدالباقي منصور د چارو اداري فرهنګي اواجتماعي رئيس د ټولګټو وزارت د نوي اداري او مالي معین د ټاکنې اړوند د عالی قدر امیرالمؤمنین حکم قرائت کړ او نموړي ته یې په ور سپارل شوي دنده کې د بریال هیله وښوده.

 ورپسې د چارو ادارې، مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حقاني خبري وکړې وې ویل: تغیر او تبدیل په هر نظام کې یو اصل دی او په اسلامي امارت کې د مسؤلیت اخیستنې معیار شفافیت دی، څوک چې د ا.ا.ا، له لوري په دنده گمارل کېږي یواځینی هدف یې د هیواد ابادي او اقتصادي پرمختگ وي، هغه زیاته کړه، موږ ټول باید د یوه ځان بسیا افغانستان لپاره په گډه کاروکړو تر څو مو په راتلونکي کې هیواد او هیوداول له هر اړخه په ځان بسیا شي.

د مراسمو په لړ کې د ټولګتو وزارت تخنیکي معین مولوي عبد الکریم فاتح، خبري وکړې او محترم محمد یونس آغا ته یې دمبارکې او ښه راغلاست ترڅنګ له الله (ج) څخه په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

وروسته د ټولگټو وزات مالي او اداري معین محترم محمد یونس آغا، د خبرو پرمهال د عاليقدر امیر المؤمنین له باور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ټول توان سره به د هیوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په برخه کې هڅه وکړي، همدارنګه هغه د وزارت له ټولو کارکونکو څخه وغوښتل تر څو په پوره صداقت او رښتنولي سره کار وکړي د خلکو خدمت وکړي، یاده غونډه د ټولګټو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي عبدالولي محمد په دعا سره پای ته ورسېده.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ د ۲۶ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د یاوان، راغستان او کوهستان ولسوالیو ۲۶ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۶۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

BACK TO NEWS