د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۲۱
د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو

ټولګټو وزارت د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د ۳.۳۶۰ کیلومتره کانکرېټي سړک د جوړېدو چارې پيل کړې چې د علاوالدین له سړک څخه پیل او د افغان احسان مېنې تر دارلعلوم پورې به وغځیږي.

د دې پروژې رغنیز کار د ټولګټو وزارت له لوري له دریو سیمه‌ییزو شورای ګانو سره تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د یاد سړک د رغنیز کار په بهیر کې به د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګڼې کاري ورځې رامنځته او شاوخوا پنځه کلي به سره وصل کړي.

...

9 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۵
Background image

د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ د جوړولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري روانې دي

د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره حلقوي سړک د پنځم لاټ اساسي رغونې پروژه د ۱ میلیارد او ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې ده او دا مهال یې د رغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۱۶۹۹۸۵ ټ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

BACK TO NEWS