د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د لومړي لاټ د ۲۴.۵ کیلومتره برخې د رغونې چارې جریان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۳۱
د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د لومړي لاټ د ۲۴.۵ کیلومتره برخې د رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټووزارت د کابل – غزني لویې لارې د دویم لاین سړک د اساسي رغونې چارې په دریو برخو کې پیل کړې وې چې دا مهال یې د لومړي لاټ ۲۴.۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې جریان لري.

د یاد سړک لومړی لاټ ۲۴.۵ کیلومتره اوږد والی لري، چې د کمپنۍ له پُل څخه پیل د میدان وردګو ولایت تر تورو تیږو پورې رسیږي، چې د کمپنۍ له پله څخه تر ۷ کیلومترۍ پورې ۱۱.۸ متره او له هغه وروسته ترپایه ۷.۳ متره پلنوالی لري.

د پروژې په اوږدو کې د دوو لویو پلونو، ۶۸ پلګوټو، د کمپنۍ له لوري د اووه کیلومتره سیخ لرونکو د سړک غاړې ویالو (RCC)، د میدان ښار اړوند د ۱۲۰۰ متره د سړک غاړې ویالو او یو شمېر استنادي دیوالونو د رغونې کار هم شامل دی.

تر دې دمه د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د سړک د سب‌بیس او بیس‌کورس کارونه د ۱۳ کیلومترو په اوږدو کې بشپړ شوي، د ویالو کارونه ۹۶ سلنه، د پلګوټو رغونه ۹۷ سلنه، او د سړک د کټینګ چارې نږدې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې کارونه یې دامهال په چټکې سره دوام لري.

د ا په داسې حال کې ده، چې د یادې لویې لارې د دویم لاین سړک په دوو نورو لاټونو کې هم د سړک د رغونې چارې جریان لري.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS