قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د بګرام – جبل السراج لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه د تتمدرې له سیمې څخه د جبل السراج تر بازاره پورې
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د بګرام – جبل السراج لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه د تتمدرې له سیمې څخه د جبلالسراج تر بازاره پورې غځېدلې ده، داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/W- 072 /NCB تشخصیه نمبر لرونکی ده، د تدارکاتو اصولو له مخې د قلعه بست څکزي ساختماني شرکت ته، چې جواز شمېره یې (D- 04 - 15) ده او هلمند ولایت مرکز کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې مجموعی قیمت یې(140,024,025) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
