په بغلان ولایت کې څلور پروژې د څه باندې ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي
د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت څلور پروژې د څه باندې ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل اوکار دا مهال عملاً جریان لري.
په یادو پروژو کې د څه باندې ۲.۱ کیلومتر په اوږدوالي او ۹ متره په پلنوالي سره د دوشي – پلخمري پر مسیر د بوغابي کوتل سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو چارې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د څه باندې ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د قرارداد له مخې پیل شوې.
همدارنګه په یاد ولایت کې دوې نورې پروژې چې د درې پایې ( هاشم خان ، جرخشک او چشمه شفا) پلونو ترمیم د ۶۹۷۸۱۰۰ افغانیو په ارزښت او د پلخمري – سمنګان پر لویه لار د ۱۹.۹ کیلومتره سړک ویجاړې برخې او درې پایې پلګوټي د ۵۸۸۹۵۶۰ افغانیو په ارزښت ترمیم او بیا رغول کیږي.
د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې د دوشي – تالاوبرفک ۶۷ کیلومتره سړک د کیندنې او هموار کارۍ کار او دغه راز د پلخمري – بغلان سړک د ټپي برخو د ترمیم او داغګیرۍ کار هم جریان لري چې د یادو پروژو په تطبیق سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.