په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۵
په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول جریان لري.

دغه پل د سمنګان ولایت له مهمو نښلوونکو پلونو څخه شمېرل کېږي، چې ۳۶ متره اوږدوالی او ۷.۹ متره پلنوالی لري. د دغه پل په بشپړېدو سره به د خرم او سارباغ او روی دوآب ولسوالۍ یو له بل سره ونښلول شي او د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته به د تګ‌راتګ په برخه کې د پام وړ ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي. په دې پروژه کې د ۱۴۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړولو چارې هم شاملې دي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت ژمن دی چې د ترانسپورټي زېربناوو د رغونې، بیارغونې، ساتنې او څارنې له لارې هېوادوالو ته د خوندي او اسانه تګ‌راتګ زمینه برابره کړي او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد بهیر لا اسانه او چټک کړي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو جوړېدونکو تأسیساتو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یاد وزارت د تخنیکي پلاوي په ملتیا، هرات ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۵۶
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي

د ا.ا.ا. د ټولګټو وزارت له لوري په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې له دوو خصوصي شرکتونو سره د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS