په پکتیکا ولایت کې د ارګون – سروبي ولسوالۍ تر رباط سیمې د ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ډیزاین بلټ په بڼه پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ څخه د سروبي ولسوالۍ تر رباط سیمې پورې د ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې، د ۵۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیکا ولایت د والي محترم مولوي عبدالخالق عابد، مرستیال والي محترم قاضي نورالله حقاني، د ياد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي محمد اکبر عادل، یو شمېر سیمهییزو مسئولینو، قومي مشرانو، مجاهدینو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې رسماً د ډیزاین بلټ په بڼه پیل شوې.
یاد سړک ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د پروژې په چوکاټ کې به د سړک ترڅنګ یو شمېر اړین مصنوعي ساختمانونه هم ورغول شي او دغه سړک رغنیزې چارې به د ٢٢ کاري میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادې پروژې په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د پکتیکا ولایت د شپږو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګراتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي او دغه مسیر به د انګور اډې له لارې له پاکستان سره ونښلول شي، چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمهییزو اقتصادي فعالیتونو لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
