د کاپیسا د دانش ـ پل مغان د دویم لاټ سړک رغنیزې چارې ۸۸ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۴:۲۵
د کاپیسا د دانش ـ پل مغان د دویم لاټ سړک رغنیزې چارې ۸۸ سلنه کاري پرمختګ لري

 

د دانش ـ پل مغان دویم لاټ سړک چې ۵ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، د کاپیسا ولایت له دانش تر مغان پُل پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیز کاري بهیر له ۸۸ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د دې سړک په اوږدو کې په بېلابېلو اندازو کې ۷۱ پایې پُلګوټي، ۲۳۲۳ متره د سړک غاړې لښتي هم شامل دي، چې د جوړلو کار یې د څه باندې ۱۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا له دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو سره تړون شوی او ټول مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د یاد سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به شاوخوا شل کلي د کاپیسا ولایت له لومړۍ حصې او دویمې حصې ولسوالۍ سره ونښلي او له همدې لارې به د کاپیسا له مرکز محمود راقي سره وصل شي، چې د تګ راتګ په برخه کې به یې ګڼې ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده، چې د دانش ـ پل مغان سړک ټولټال ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د لومړۍ برخې رغنیز کار یې بشړ او د دریمې برخې د جوړولو کار یې دوام لري.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۱۹
Background image

د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د رغونې چارې د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۷:۵۶
Background image

د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامه کې وړاندې شوې

د ا.ا.ا مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد نن ورځ حکومت د مطبوعاتو په هنداره پروګرام کې د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې وړاندې کړې.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

 ټولګټو وزارت د هېواد له مهمو سکټوري وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورتي زیربناوو، ساتنې او څارنې او همدارنګه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د. . .

BACK TO NEWS