د مهترلام ــ بادپښ دویم لاټ سړک رغنیزې چارې ۵۶ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۵:۲۰
د مهترلام ــ بادپښ دویم لاټ سړک رغنیزې چارې ۵۶ سلنه کاري پرمختګ لري

په لغمان ولایت کې د مهترلام - بادپښ دویم لاټ سړک چې څه باندې ۲۱ کیلومټره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، دا مهال یې د رغیدا چارې له څه باندې ۵۶ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یاد سړک د جوړولو تړون د تولګټو وزارت له لوري له یو خصوصي ودانیز شرکت سره لاس لیک شوی او ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د مهترلام – بادپښ سړک په بشپړیدو سره به د بادپښ ولسوالۍ ګڼې سیمې د لغمان ولایت له مرکز مهترلام ښار سره ونښلي، چې پرمټ به یې مارکیټونو ته د کرنیزو توکو په خوندې او خپل وخت ولېږدول شي همداراز به روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته د یادې ولسوالۍ د اوسېدوونکو لاس رسی د پخوا په پرتله اسانه شي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS