د سالنگ لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۱:۵۷
د سالنگ لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

دا مهال په سالنګونو کې د واورې نرمیم اورښت دوام لري او  د وړاندینې له مخې به شته وضعیت نن ورځ دوام ولري.

باروړونکو موټر په نوبت سره او مسافر وړونکي موټر د ځنځیر/چَین په تړلو سره له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.

ټولګټو وزارت له ټولو موټر چلونکو او مسافرو څخه غواړي، چې له یادې لارې څخه د ترېدو پرمهال دې له پوره احتیاط څخه کار واخلي او د مؤظفو مسؤولینو لاروښوونو ته دې پاملرنه وکړي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

BACK TO NEWS