د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه

media_admin
د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه

د سالنګونو لویه لار چې تېره شپه ۹:۱۰ د تیزې واورې د اورښت دوامداره طوفان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ په دوامداره هڅو نن سهار لس بجې له شمال څخه جنوب لوري ته د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو  پرمخ پرانیستل شوه او د ورځې په جریان کې به وسایطو ته له جنوب څخه شمال لوري ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.

دامهال په سالنګونو کې د واورې اورښت درېدلی او تر اوسه پورې طوفان جریان لري، د واورې ضخامت په بېلابېلو سيمو کې توپير لري، چې له ۶ سانتي مترو څخه تر ۲۵ سانتي مترو پورې رسیږي او د سالنګونو د ساتنې او څارنی ریاست کارکوونکي په واورينو سیمو کې د خاورې او مالګې په شیندلو بوخت دي.

ټولگټو وزارت له درنو هېوادوالو او موټرچلوونکو څخه د دوی د خونديتوب لپاره غوښتنه کوي، چې د يادې لویې لارې څخه په تېرېدو پررمهال دي د وسایطو لپاره چین (ځنځیر) ګرم ژمني توکي او تجهیزات له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین مراعت، له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي او د سالنګونو د موظفینو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

...

7 میاشتې ago

...

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت

په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځینې لویې لارې او نښلوونکي مسیرونه د پرله‌پسې بارانونو او د سېلابونو د راوتلو له امله په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو.

د کابل . . .

Back to announcements