داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- دوه پایه پلونو

ashraf_admin
اعلان داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار لويې لارې اړوند د ميدان وردګ ولايت د دراني پُل او د ياد ولايت د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي، د شرطنامې سافټ کاپي او تخنيکي اسناد د ټولګټو وزارت د ساختماني چارو رياست له تدارکاتو آمريت څخه ترلاسه کړي، خپل سر تړلي آفرونه په شرطنامه کې د درج شويو اصولو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر (۱۴۰۳/۱۲/۰۴) – سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت تدارکاتو رياست ته، چې د ملالۍ واټ، پخواني کورنيو چارو وزارت سړک، د معلوماتو او ملي احصايې ادارې ترڅنګ واقع دی؛ وسپاري.
ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د دراني پُل د ترميماتي پروژې د آفر تضمين په بانکي ډول (۶۰،۰۰۰) - (شپيته زره) افغانۍ او د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د آفر تضمين هم په بانکي ډول (۱۱۳،۰۰۰) – (يو سل او ديارلس زره) افغانۍ دی.
د آفرونو پرانيستلو غونډه به په (۰۵/۱۲/۱۴۰۳) نېټه سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت د رياست دفتر د غونډو په تالار کې په دريم منزل کې ترسره شي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د جبل‌السراج – سروبي لویې لارې پر مسیر له احمدبېګ تپې څخه تر سروبي پورې د ګارډ رېلونو د نصبولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د جبل‌السراج – سروبي لویې لارې پر مسیر له احمدبېګ تپې څخه تر سروبي پورې د ګارډ . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د غور–هرات د عمومي لویې لارې د ترمیم او جغل‌اچونې پروژه له الله یار غار څخه د منار جام تر دوراهي پورې

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د غور–هرات د عمومي لویې لارې د ترمیم او جغل‌اچونې پروژه له الله یار غار څخه د منار جام تر دوراهي پورې د پروژې د داوطلبۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د قیصار–لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د قیصار–لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولوپروژې قرارداد . . .

Back to tenders