د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په خوست ولایت کې له یوشمېر پلونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۹:۰
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په خوست ولایت کې له یوشمېر پلونو څخه لیدنه وکړه د شوال المکرم ۱۵مه، ۱۴۴۶ د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني خوست ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر پلونو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني خوست ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر پلونو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د سړکونو د خونديتوب او تمځایونو رئیس محترم عبدالواسع صابري، د خوست ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي محب الله عباس هم شتون درلود.

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د خوست-غلام خان بندر سرک پر مسیر د ګربزو ولسوالۍ اړوند د بورې خیلو پل چې د ترمیم چارې بشپړې شوي دي، د میدانې او باړې پلونه څخه چې د موسمې اورښتونو او سیلابونو له امله تخریب شوي له نږدې لیدنه وکړه او دغه پلونه یې د افغانستان د ټرانزیټ په برخه کې مهم او اساسي و بلل او زیاته يې کړه چې د يادو پلونو د ترميم کار په پلان کې شامل او پيل کړئ. دغه راز نوموړي، د یاد ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ اړوند د سور خوړ په سیمه کې د یو پایه کانکریټي پل لپاره د سروې شوې ساحې څخه هم لیدنه وکړه، چې دوې میاشتې وړاندې یې د وزارت د تخنیکي ټیم له لوري سروې ترسره شوې وه.

د یادونې وړ ده چې په دغه سفر کې ښاغلي وزیر صاحب د یاد ولایت له یو شمېر نورو پروژو څخه هم لیدنه وکړه او د خوست ولایت د ټولګټو ریاست چارې یې وستایلې او زیاته یې کړه چې د هیوادوالو د ستونزو د حل په موخه دې دغه ریاست د خپلې ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې د درنو هېوادوالو ستونزې حل کړي او د امکاناتو د محدودیت پر مهال دې خپل وړانديزونه له وزارت مقام سره شریکې کړې ترڅو د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره شي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۱۲مې څخه تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶۹۸۴) ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د مزارشریف –دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا تولګټو وزارت لخوا په بلخ ولایت کې د درنو هېوادوالو د ستونزو د حل او هوسا تګ راتګ په موخه د مزارشریف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې. . .

BACK TO NEWS