د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ غځولو تفاهمنامه لاسلیک شوه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۹
0000

 
د ا.ا.ا د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره وکتل. د يادې لیدنې پرمهال دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په لړ کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د قزاقستاني استازي ترمنځ د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ په پروژه کې د قزاقستان هيواد د ۵۰۰ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پانګونې د پيل په موخه يوه تفاهمنامه هم لاسلیک شوه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تورغونډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له پانګونې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره مهم ګام یاد کړ.
د ناستې په پای کې دواړو لوريو د ياد ريلي دهليز د تخنيکي چارو او اهميت په تړاو نظرونه تبادله کړل او ويې ويل، چې دغه ريلي دهليز نه يوازې د افغانستان او قزاقستان په تجارتي او ټرانزیټي برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي، بلکې د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا د هيوادونو ترمنځ د اتصال، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د تسهيلاتو رامنځته کولو لپاره مهم او اغېزناک ګام دی.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۵۴
Background image

د پنجشېر ولایت عمومي سړک د داغګیرۍ چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پنجشېر ولایت عمومي سړک د ترمیم چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د پنجشیر ولایت د والي محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

په دایکندي ولایت کې د پاتو ولسوالۍ عمومي سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې چارې د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

په دایکندي ولایت کې د پاتو ولسوالۍ عمومي سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۹ میلیونه ۸۲۰ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۶
Background image

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس د اطفایې له عمومي رئیس سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې رئیس، محترم حاجي فضل‌الربي، د اطفایې له عمومي رئیس محترم حافظ نوالله انصار سره وکتل او د یادې لویې لارې په شمالي او جنوبي. . .

BACK TO NEWS