د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کندهار ـ ګرشک د ټولپلازا لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ (۱۲۱) قلمه توکو چمتو کولو او  تدارک  پروژې (باالمقطع قرارداد په اساس) د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

kalim_admin
تهیه و تدارک (121) قلم اجناس مورد ضرورت تولپلازای قندهار-گرشک بابت سال مالی 1404 به اساس قرارداد باالمقطع

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د کندهار ـ ګرشک د ټولپلازا لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۱۲۱ قلمه توکو چمتو کولو او  تدارک  پروژې (باالمقطع قرارداد په اساس)  داوطلبۍ پروسه کې چې MOPW/1404/G-52/NCB  تشخصیه نمبر لرونکې ده؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۱۴۰۴/۶/۱۸)  - (۱۰:۰۰)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول(  ۴۰۴۵۰)  افغانۍ دي.

د آفر پرانيستلو نېټه  (۱۴۰۴/۶/۱۸)- (۱۰:۰۰)  بجې له غرمې مخکې د ټولګټو وزارت.

يادونه: که چيرې د روان کال(۱۴۰۴/۶/۱۸) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.

...

9 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د دهن بي سرک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د دهن بي سرک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د دوآب په سیمه کې د آهنګر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه

د ټولگټو وزرات په شرایطو برابر ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د دوآب په سیمه کې د آهنګر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې داوطلبۍ کې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د تالج – خوشک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانوته بلنه ورکوي، چې د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د تالج – خوشک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې د . . .

Back to tenders