په بدخشان ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۲۲
په بدخشان ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه په یاد ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

یاد سړک ٢٦ کیلومتره اوږدوالی او ١٠ متره پلنوالی لري، چې د بدخشان ولایت د یفتل، یاوان، راغستان او کوهستان ولسوالۍ له مرکز فیض آباد ښار سره نښلوي.

د دغې پروژې په تطبیق سره د سیمې اوسېدونکي خوښ دي او وایي چې په بشپړېدو سره به یې د اړوندو ولسواليو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS