د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۸:۳۰
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي سره د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم الحاج ملاعبد الحق آخند همکار په شتون کې وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې د ابو نصر فراهي (میل ۷۸) سړک د شته ستونزو د هوارولو او د یادې پروژې د چارو د چټکتیا او بشپړولو په تړاو خبرې اترې وشوې. دغه پروژه د هېوادوالو او سوداګرو لپاره له مهمو پروژو څخه ده چې رغنیزې چارې یې د ایران هېواد له لوري له وړاندې پیل شوې وې او دا مهال روانې دي.

د ابونصر فراهي بندر له ایران سره د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به له دې لارې د دواړو هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې په راتلونکي کې دیادې پروژې د بشپړولو په تړاو باید یوه صورت جلسه هم لاسلیک شي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل - غزنی لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۳۴
Background image

د قیصار–لامان سړک د ٥٠ کیلومتره برخې د رغونې چارې پیل شوې

د قیصار–لامان سړک د یوې برخې چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د رغونې چارې تېره ورځ د ریاست‌الوزراء عالي مقام د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخند او یو شمېر ځايي مسؤلینو په شتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره. . .

BACK TO NEWS