د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

kalim_admin
د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل – جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د دې مسیر د پاک‌کارۍ چارې پیل کړې وې او نن سهار یې د لارې پاک‌کاري بشپړه کړه؛ خو د ډبرو د پرله ‌پسې راښوویېدو له امله، لا هم د خوندي تګ راتګ زمینه نه ده برابره شوې.

د ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو غوښتنه کوي، تر څو د یادې لارې د پرانیستلو تر رسمي خبرتیا پورې د دې لارې پر لور له سفر څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې، د کنړ– نورستان مسیر، د سمنګان – روی دوآب مسیر او د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ د دره کرګوش مسیر لا هم د ترافیکو پر مخ تړلي دي او د دغو لارو د بیا پرانیستلو چارې په جدي ډول جریان لري.

د ټولګټو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د دې وزارت عملیاتي ټیمونه په ټول هېواد کې حضور لري او د خلکو د خدمت لپاره بشپړ چمتووالي کې دي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل – جلال‌آباد لویه لار د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده

د کابل – جلال‌آباد لویه لار، د وروستیو پرله پسې اورښتونو او غر ښویېدنې له امله د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونه په سیمه کې د یادې لویې . . .

Back to announcements