د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

kalim_admin
د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د سمنگان مزارشریف عمومي سړک، د غور– هرات لویه لاره، د دره‌صوف مزارشریف مسیر، د بلخ ولایت د مارمل، چمتال او چهارکنت ولسوالیو مسیرونه، په ننګرهار ولایت کې د نازیان، دُوربابا، سپین غر او پچیر آګام ولسوالیو مسیرونه په بادغیس ولایت کې د بادغیس- هرات او بادغیس- فاریاب  لویې لارې، د بامیان ولایت د قوناق او بکک کوتلونو مسیرونه او د سمنگان ولایت د ایبک–روی ‌دوآب مسیر، او همدارنګه د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ مسیر د وروستیو بارانونو او واورې ورېدو، سېلابونو راوتلو، طوفان او غر ښویېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي، چې د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو له لوري یې د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې جریان لري.

همدارنګه د کابل–کندهار لویه لار، د بامیان - پروان لویه لار او په بامیان ولایت کې د شاطو کوتل مسیر، چې تېره ورځ  د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو، د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو له لوري بېرته پرانیستل شول.

د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بشپړ چمتوالی لري، چې د سېلابونو او ورښتونو پرمهال د هېواد لويې لارې او سړکونه ترمیم او پاک کارۍ کړي. دغه راز یاد وزارت له درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د بندو لارو پر لور له خپلو مبداؤ څخه حرکت ونه کړي او د دې وزارت رسمي خبرتیا ته په تمه پاتې شي.

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۰
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د تېرو څو ورځو بارانونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله، د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په غور ولایت کې د غور– کابل مسیر د بادگاه او دولتیار په . . .

Back to announcements