داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لغمان ولایت د قرغهيي او علینګار ولسوالیو د عمومي سړکونو د داغګیرۍ لپاره د درې ډوله ساختماني موادو (مایع قیر، کرش او لرګي) تدارک او پېرودنه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې، د منظورۍ په شرط ترسره کېږي
Publish Date
Closing Date
د لغمان ولایت د قرغهيي او علینګار ولسوالیو د عمومي سړکونو د داغګیرۍ لپاره د درې ډوله ساختماني موادو (مایع قیر، کرش او لرګي) تدارک او پېرودنه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې، د منظورۍ په شرط ترسره کېږي. د ټولګټو وزارت، د بودجې د منظورۍ په شرط، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي؛ ترڅو د یادې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. دا پروژه د (مؤجل مطلق بیع) پر بنسټ ترسره کېږي او د تشخیصیه نمبر MOPW/1405/G-17/NCB لرونکې ده. داوطلبان کولای شي خپل مهر او لاک شوي آفرونه د شرطنامې د شرایطو سره سم، د اعلان له خپرېدو وروسته وسپاري.
د شرطنامې د ترلاسه کولو پته:
داوطلبان کولای شي، شرطنامه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلور لارې (د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې په څنګ کې موقعیت لري)، د فلش حافظې (USB) له لارې ترلاسه کړي.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:
1405/02/26 نېټه، د سهار 10:00 بجې مخکې.
هغه آفرونه چې ناوخته یا د انټرنېټ له لارې وسپارل شي، د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانستلو نېټه او وخت:
1405/02/26 نېټه، د سهار 10:00 بجې مخکې
د آفر پرانستلو ځای :د ټولګتو وزارت
یادونه:که چېرې پورته ذکر شوې نېټه (1405/02/26) د حکومت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانستلو غونډه، به د راتلونکې کاري ورځې په همدې وخت او ذکر شوي ځای کې ترسره شي.
