د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل د جوړولو پروژه له ۵۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري
د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل، چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، د رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۵۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت جریان لري.
دغه پل د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني شرکت ترمنځ قرارداد شوی، چې د یوه کال په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ده زیارت پل د لغمان ولایت له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د مهترلام ښار حلقوي د سړک پروژ بشپړه شي، د عمرزيو سیمه به د ولایت له مرکز سره ونښلول شي او همدارنګه به د لغمان، کابل او جلالآباد د مسیرونو ترمینل هم د مهترلام ښار سره ونښلول شي، چې د تګ راتګ د اسانتیا او د ولایت د ترانسپورټي شبکې د پیاوړتیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
