داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې سیمې پورې د سړک د بیارغونې پروژه

kalim_admin
 پروژه ترمیم سرک ولسوالی قرغه یی ازمرکز ولسوالی قرغه یی الی درونته ولایت لغمان

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې سیمې پورې د سړک د بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مندان کولای شي د شرطنامې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af )  ویبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو د اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۴/۲۷ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۲۷ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې د معینیت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۳۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست د اړتیا وړ ۹۲ قلمه ساختماني موادو د تدارک او چمتو کولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست د اړتیا وړ ۹۲ قلمه ساختماني موادو د تدارک او چمتو کولو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ د پروژې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه‌ جاتو د پېرلو، چمتو کولو او ترمیماتو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه‌ جاتو د پېرلو ، چمتو کولو او . . .

Back to tenders