داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه جاتو د پېرلو، چمتو کولو او ترمیماتو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه جاتو د پېرلو ، چمتو کولو او ترمیماتو پروژه د مؤجلې مطلقې بیعې په اساس د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-52/NCB تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: آفرونه به د ۱۴۰۵/۷/۱۹نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضربالاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۷/۱۹نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو
د آفر پرانیستلو ځای:ټولګټو وزارت.
یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د تلې /۱۹ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.
