داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د عمومي سړک د ۵۵۰ مترو د کانکریټ اچونې پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د عمومي سړک د ۵۵۰ مترو په اوږدو کې د کانکریټ اچونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقهمندان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو برېښنايي سافت کاپي د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو له وېبپاڼې (https://tenders.ageops.af) څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپلې وړاندیزپاڼې (آفرونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو د اصولو مطابق، په مهر او تړلې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ تر ۲۸مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ په ۲۸مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې د معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شي.
