داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د چهلستون سرک نو اړوند د ټولګټو وزارت د قوای کار ریاست د شعبو د ترمیم پروژه

kalim_admin
پروژه ترمیم شعبات ریاست قوایکار وزارت فواید عامه در مربوطات سرک نو چهلستون

Publish Date

Closing Date

 د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د چهلستون د سرک نو اړوند د ټولګټو وزارت د قوای کار ریاست د شعبو د ترمیم او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو برېښنايي ( سافټ کاپي) د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو له وېبپاڼې (https://tenders.ageops.af) څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو د اصولو مطابق، په مهر شوې او سربسته بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري تر ۱۱مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د مقر په جومات کې  ترسره کېږي.

 

 

 

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۴۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د (۳۲) عراده داغمه لرونکو وسایطو د مزایدې خبرتیا

د ټولګټو وزارت (۳۲)عراده داغمه لرونکي وسایط د مزایدې له لارې پلور ته وړاندې کوي. هغه کسان چې په مزایده کې ګډون کوي، مکلف دي چې د ټاکل شوي قیمت ۱۵فیصده پیسې د مزایدې له ترسره کېدو وړاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405  مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پکتیا ولایت د غلګۍ په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس د جوړولو او احداث پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پکتیا ولایت د غلګۍ په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس د جوړولو او احداث  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

Back to tenders