په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري
په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول جریان لري.
دغه پل د سمنګان ولایت له مهمو نښلوونکو پلونو څخه شمېرل کېږي، چې ۳۶ متره اوږدوالی او ۷.۹ متره پلنوالی لري. د دغه پل په بشپړېدو سره به د خرم او سارباغ او روی دوآب ولسوالۍ یو له بل سره ونښلول شي او د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته به د تګراتګ په برخه کې د پام وړ ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي. په دې پروژه کې د ۱۴۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړولو چارې هم شاملې دي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت ژمن دی چې د ترانسپورټي زېربناوو د رغونې، بیارغونې، ساتنې او څارنې له لارې هېوادوالو ته د خوندي او اسانه تګراتګ زمینه برابره کړي او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد بهیر لا اسانه او چټک کړي.
