د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو تدارک او نصب پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د ټولګټو وزارت ټولو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو، تدارک او نصب پروژې قرارداد، چې د(MOPW/1405/G-27 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې، د احمد ضیاء نوراني د ټکنالوژۍ، ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د (90545) ګڼې جواز لرونکی دی، د (6,222,903) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي. د شرکت پته یې د کابل ښار، مکرویان، د عمر ګلستان ښارګوټی دی.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
