د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد -   پروژه لات پنجم ترمیم شاهراه عمومی از دوراهی هلمند الی هرات اعتبار از 800+211 الی 800+261 کیلومتری ان ساحه مسؤلیت فواید عامه فراه

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه   چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي د  پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1405/W-059 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې دې د سینا جویا ساختماني، سړک جوړونې او ساختماني موادو تولید شرکت ته چې د جواز شمېره یې ( 65812)  ده  او د دایکندي ولایت د نیلي نوي ښارګوټي د حسین علي پهلوي عمومي سړک کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( (56,810,000 افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه   . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې او . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر 305+000 کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له . . .

Back to tenders