باميان: د غجور کلي د پُل او اتصالي سړک رغنيزې چارې ۷۷ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۲۳:۵۳
باميان: د غجور کلي د پُل او اتصالي سړک رغنيزې چارې ۷۷ سلنه پرمختګ لري

د باميان ولايت په ورس ولسوالۍ کې د ۱۵ متره کانکرېټي پل او ۳۰۰ متره جغلي سړک د جوړولو پروژه چې د غجور کلي په ګيروجوی سيمه کې روانه ده؛ رغنيزې چارې يې ۷۷ سلنه بشپړې شوې دي.

ياده پروژه د څه باندې ۱۰ ميلونه افغانيو په ارزښت د محل له پرمختيايي شورا سره قرارداد شوې،  چې د ټولګټو وزارت “ د کليوالي لارجوړونې ملي پروګرام” له لارې عملي کېږي او مالي لګښت يې د افغانستان دولت له ملي بوديجې څخه ورکړل شوی.

د دغې ساختماني پروژې تطبيق به نه يوازې د منطقې په کچه اتصال رامنځته کړي، بلکې لا د جوړېدو په مرحله کې  يې د سيمې خلکو ته د ۸۵۸۱ کاري ورځو په اندازه د روزګار زمينه هم برابره کړېده.

ياده دې وي، چې د دغه پل په جوړېدو سره به د زردمي کلی له کرستو کرګي بازارګوټي او له همدې لارې د ډايکنډي ولايت له اشترلي ولسوالۍ سره وصل شي، چې ورسره به د ورڅېرمه کليو او د لارې پر مسير د پرتو خلکو ټرانسپورټي ستونځې هواري شي.

د غوایي ۱۵مه ۱۴۰۰

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

3 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د ټولګټو وزیر د ترکي ساختماني شرکتونو له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د ترکي بیلګیون ( ام وي جي MVG) ساختماني شرکت له استازي ښاغلي بولنت بیلګي سره په خپل کاري دفتر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د مزارشریف دره صوف عمومي مسیر د پل برق دوراهي – کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او رغولوچارې په ډیزاین بلټ شکل  د ۴۵۰ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۱۱
Background image

د سرپل – فاریاب عمومي مسیر د لومړي لاټ رغنیزې چارې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په سرپل ولایت کې د افغانستان حلقوي سړک د لومړي لاټ ۳۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت د. . .

BACK TO NEWS