بغلان: د قندو فابریکې سیمه کې جوړېدونکی پل ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۳:۱
بغلان: د قندو فابریکې سیمه کې جوړېدونکی پل ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري

دا اوسپنیز کانکریټي پل چې ۶۸ متره اوږدوالی او یو کیلومتر نښلونکی جغلي سړک لري، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د قند فابریکې سیمې په کندهاریانو کلي کې جوړیږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۷۰ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

د یاد کانکریټي پُل رغنیز کار د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

پر دې پله د کار پر مهال د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم ډول ۶۸۸۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د چارو له بشپړیدو سره به یې د کندهاریانو، صاحب زاده او یو شمېر نورو کلیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي.

د دې تر څنګ به یاد پل ډېر کلي او د بغلان د قندو فابریکه د بغلان – کندوز له عمومي سړک سره ونښلوي چې د فابریکې د تولیداتو په زیاتوالي او چټک لیږد کې به مثبت رول ولري.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS