داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د چهلستون سرک نو اړوند د ټولګټو وزارت د قوای کار ریاست د شعبو د ترمیم پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د چهلستون د سرک نو اړوند د ټولګټو وزارت د قوای کار ریاست د شعبو د ترمیم او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو برېښنايي ( سافټ کاپي) د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو له وېبپاڼې (https://tenders.ageops.af) څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو د اصولو مطابق، په مهر شوې او سربسته بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري تر ۱۱مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د مقر په جومات کې ترسره کېږي.
