دسرطان میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۳۹۳۲۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سرطان مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۳۲۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۲۸۶۱۸۷ ) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۳۳۷۷۲) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۳۶۱۰۹) ټنه او د خواف –هرات (۳۷۲۲۶) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۳۹۳۲۹۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په سرطان مياشت کې (۳۱۸۹) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.