د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۸:۳۰
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي سره د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم الحاج ملاعبد الحق آخند همکار په شتون کې وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې د ابو نصر فراهي (میل ۷۸) سړک د شته ستونزو د هوارولو او د یادې پروژې د چارو د چټکتیا او بشپړولو په تړاو خبرې اترې وشوې. دغه پروژه د هېوادوالو او سوداګرو لپاره له مهمو پروژو څخه ده چې رغنیزې چارې یې د ایران هېواد له لوري له وړاندې پیل شوې وې او دا مهال روانې دي.

د ابونصر فراهي بندر له ایران سره د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به له دې لارې د دواړو هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې په راتلونکي کې دیادې پروژې د بشپړولو په تړاو باید یوه صورت جلسه هم لاسلیک شي.

...

10 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۶
Background image

د پکتیکا ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې د څه باندې ۱۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه د ۱۳ میلیونه او ۷۲۱ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري بشپړه او د پکتیکا ولایت د والي محترم مولوي عبدالخالق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د جوزا مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ سوه ۹۷  زره ۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۸۸۸۹ مټریک ټنه، د آقینې بندر له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۲:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل د جوړولو پروژه له ۵۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل، چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، د رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۵۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت جریان لري.

 دغه. . .

BACK TO NEWS