د پکتیکا ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې د څه باندې ۱۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۶
د پکتیکا ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې د څه باندې ۱۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه د ۱۳ میلیونه او ۷۲۱ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري بشپړه او د پکتیکا ولایت د والي محترم مولوي عبدالخالق عابد، د والي مرستیال محترم قاضي نورالله حقاني، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي محمد اکبر عادل، علماوو او مخورو په شتون کې په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې ودانۍ د جوړولو قرارداد د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ شوی و. په دغه پروژه کې د ۱۸ خونو د رغونې چارې شاملې وې، چې په دوو پوړونو کې یې ۱۴ اداري خونې او نورې خونې په جلا توګه رغول شوې دي.

ديادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د پکتيکا ولايت د ټولګټو ریاست اداري تعمير نه درلود او په کرايي ودانيو کې یې رسمي چارې پرمخ وړلې، چې ډېری وخت به د کار کوونکو ترڅنګ مراجعين هم له ستونزو سره مخ وو.

د دغې ودانۍ په جوړولو سره به نه يواځې دا چې د یاد ریاست د کار کوونکو لپاره اسانتياوې رامنځته شي؛ بلکې د مراجعينو ستونزې به هم تر ډېره حل او اداري چارې به ګړندۍ شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS