د بدخشان په یفتل بالا ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلومتره سړک رغنیزې چاري په بشپړېدو دي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۱:۱۲
د بدخشان په یفتل بالا ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلومتره سړک رغنیزې چاري په بشپړېدو دي

دا سړک چې ۱۰.۵۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د یفتل بلا ولسوالۍ له سمچان درې څخه تر لنگر کلي پورې جوړیږي. چې اوس مهال یې رغنیز کار ۹۷ سلنه پرمختګ لري او د پاته کار له بشپړېدو ورسته به ګټې اخیستنې ته و سپارل شي. د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت او اوو سیمه ییزو پراختیایي شوراګانو ترمنځ تړون شوي وه. چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي. د یاد سړک د رغنیز کار په بهیر کې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې کاري ورځې رامنځته شوي، چې اوس مهال به یې د چارو له بشپړېدو سره د یفتل بالا ولسوالۍ د ناروند، سمچان، چکولچ او پیشتیک کلیو په ګډون د د سړک اړوند کلیو اوسېدونکو ته ټرانسپورټي اسانتیاوې رامنځته شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS