د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا-د ټولګټو وزارت د ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د هرات ولايت د هرات-خواف

media_admin
(پروسه نرخگیری جهت انتخاب منبع مطلوب) برای پروژه خدمات تخلیه و بارگیری اموال صادراتی، وارداتی و ترانزیتی ایستگاه خط آهن خواف – هرات (روزنک)

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت د ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د هرات ولايت د هرات-خواف روزنک  د تمځاي د صادراتي، وارداتي او ترانزيتي اموالو د تخليې او بار‌اخېستنې د خدماتي پروژې د نرخ‌اخېستنې په پروسه کې د يوې مطلوبې سرچېنې د ټاکلو له پاره د واحدې سرچېنې په توګه ګډون وکړي د پروژې شرط‌پاڼه دې د ياد وزارت د تدارکاتو د رياست ، د اجناسو او غيرمشورتي خدماتو له آمريت نه لاسته راوړي ، خپل آفرونه دې په سر‌تړلي ډول د دغه اعلان د خپرېدلو نه تر { } {20/08/1403}نېټې د  غرمې  10:00 بجو نه مخکې د تولګټو وزارت د تدارکاتو رياست ته چې په ملالۍ ،اټ کې، د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک کې، د احسايې او معلوماتو ملي ادارې ترڅېرمه وسپاري وروسته رسېدلي او انترنتي آفرونه د منلو وړ ندي په همدغه وخت کې د داوطلبانو او د ادارې د استازو په شتون کې د نرخ اخېستنې پروسه ترسره کېږي وروسته د داوطلبۍ د ناستې نه د لاندې شرايطو او د ټيټ‌ترين ورکړل شوي نرخ نه د مقام د حکم په اساس د واحدې سرچينې په توګه طی مراحل کېږي. 
لاندې شرايط په دغه پروسه کې د تطبيق وړ دي: 
د تخليې او بار اخېستنې د شرکت مديريت: د شرکت مسؤل شخص بايد لږ تر لږه د لسانس سند درلوودونکی وي او د تخليې، بار‌اخېستنې او بندري چارو په برخه کې ۴ کاله اجرايې ګټهوره تجربه ولري او د تخليې او بار‌اخېستنې په عملياتي برخه کې او د بندري او ګمرکي قوانينو، مقرراتو په برخه کې لازم معلومات ولري. 
د آفر د تضمين مبلغ : د (۳۰۰،۰۰۰) افغانۍ دي (چې د نرخ‌اخېستنې په پروسه کې د تطبيق وړ ندي)

...

۱ کال ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر 305+000 کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې د پروژې قرارداد، چې د MO . . .

Back to tenders