د سالنګونو لویې لارې څخه د تېردونکو وسایطو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۴۷
د سالنګونو لویې لارې څخه د تېردونکو وسایطو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د سالنګونو لویې لارې د پرانیستلو په هکله د ټولګټو وزارت د تیرې اعلاميې په دوام، دغه وزارت به د یادې لویې لارې اصلي مسیر (د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الاخر په ۲۲مه، چې د ۱۴۰۳ه ش کال د جدی (مرغومي) له ۴مې نېټې سره سمون لري) د وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.

دا چې د سالنګونو لویې لارې لپاره بدیل فرعي مسیر د واورې او کنګلونو  له امله د زیاتې ترافیکي ګڼې ګوڼې وړتیا نه لري او یاده لویه لاره د لویو مسافروړونکو وسایطو لکه (۲۰۲، ۳۰۳، ۵۸۰، مرسډیز، فلانکوچ، تونس، لوی نظامي وسایط او نورو وسایطو) پرمخ د روان کال د جدي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې تړل شوې ده.

په همدې اساس ټولګټو وزارت د ملي دفاع محترم وزارت، د کورنیو چارو محترم وزارت، د استخباراتو محترم لوی ریاست له مسئولینو او مجاهدینو، د ملکي اداراتو له مسئولینو او درنو هېوادوالو څخه د یادې لویې لارې تر پرانیستلو پورې د حوصله مندۍ غوښتنه کوي او له هغوی څخه په ډېر درنښت هیله کوي، چې د سالنګونو لویې لارې له مسئولینو او مؤظفینو سره لازمه همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې اړوند د سږکال پلان شوی کار بشپړ کړی دی او د پورته ټاکل شوې نېټې سره سم به د ترافیکو پرمخ پرانيستل شي.

۲۰قوس د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

11 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS